15 چې موسىٰ بره وختلو نو وريځې غر پټ کړو.
بيا سليمان دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، تا په تکه توره وريځ کښې اوسېدل خوښ کړى دى.
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکوز شو او موسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو موسىٰ وروختلو
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کومې خبرې زۀ تا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه دپاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کوم جواب ورکړے وو نو موسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو،
د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو.
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“