Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 24:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 موسىٰ مشرانو ته وفرمائيل، ”تاسو مونږ ته دلته تر هغې پورې اِنتظار کوئ چې مونږ واپس نۀ يُو راغلى. هارون او حُور به ستاسو سره وى، او کۀ د چا څۀ لانجه وى نو هغوئ له دې ورځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 24:14
8 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ نوکرانو ته وفرمائيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک او زۀ به هلته لاړ شُو او مونږ به عبادت وکړُو او واپس به تاسو له راشُو.“


يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل.


چې کله د موسىٰ لاسونه ستړى شول، نو هارون او حُور ورله د کښېناستو دپاره يو کاڼے راوړو او هغوئ د هغۀ يو څنګ او بل څنګ ته ولاړ وُو او د هغۀ لاسونه يې پورته نيولى وُو او د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسونه نېغ وُو.


چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“


چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“


تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan