11 د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.
هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“
د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم.
هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.
بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخىاب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو.
فوجى آفسران، مشران خلق، آفسران او نور پاتې ټول خلق د يهويدع سره په هغه عمل کښې ملګرى وُو چې کله بادشاه د مالِک خُدائ کور نه محل ته راوستلے شو. هغوئ په پاسنۍ دروازه راننوتل او بادشاه په خپل تخت کښېناستو.
د هغې علاقې يو آفسر ته هم دا پته ونۀ لګېده چې زۀ چرته وم يا مې څۀ کول. تر اوسه پورې ما يهوديانو، اِمامانو، مشرانو، آفسرانو، يا بل چا ته هيڅ نۀ وُو وئيلى چې څوک به دا کار کوى.
زما نه مخکښې او وروستو تۀ يې، او تا د خپل برکت لاس په ما اېښے دے.
بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.
نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.
مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.
زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“
نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“
کوهے شهزادګانو کنستلے دے او د خلقو د مشرانو سره د بادشاهۍ د امسا سره او د هغوئ د امساګانو سره.“ هغوئ د صحرا نه متنه ته لاړل،
هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.
داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟
منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“
بيا پاتې شوى مشران راکوز شول، د مالِک خُدائ خلق د طاقتورو خِلاف راکوز شول.