Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 24:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 24:10
28 Iomraidhean Croise  

يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.


نمر راختلو چې يعقوب د فنواېل نه تلو او د خپل پتُون په وجه ګډ ګډ روان وو.


ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې.


نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ پوره کړه چې تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره وعده کړې ده.


د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.


زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.


تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،


بيا به زۀ خپل لاس لرې کړم او تۀ به زما شا ووينې خو زما مخ به نۀ ليدلے کيږى.“


د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه، چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه. د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه، او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.


”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه، لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“


د صيون حکمرانان د واورې نه زيات صفا وُو او د پيو نه زيات سپين وُو. د هغوئ بدن د مرجانو نه زيات سور وو، او د هغوئ شکلونه او صورتونه د نيلم کاڼى په شان ښکارېدل.


په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.


کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.


زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“


نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“


او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.


هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟


هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے.


دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بې‌مثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.


خُدائ پاک هيچا هم ليدلے نۀ دے، کۀ مونږ د يو بل سره مينه کوُو نو خُدائ پاک په مونږ کښې اوسيږى او د هغۀ مينه په مونږ کښې کامله شوې ده.


او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو.


هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.


او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan