7 د دروغو اِلزام مۀ لګوئ او يو صادق او بېګناه سړے مۀ وژنئ، ځکه چې څوک داسې بد عمل وکړى نو زۀ به هغه نۀ پرېږدم.
اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بدعملو سره صادقان هم تباه کوې؟
کۀ تاسو قادر خُدائ ته راواپس شئ، نو تاسو به په خپل ځائ باندې بيا ولګئ، کۀ تاسو د خپل ژوند نه بدى وباسئ،
ما د دروغژنو لارو نه وساته، او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.
هغوئ د صادقانو خلاف ډله جوړوى، او بېګناه خلق قاتل ګرځوى.
قتل مۀ کوئ.
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
زۀ د خپلو خلقو د زرګونو نسلونو سره نۀ بدلېدونکې مينه کوم او زۀ بدى، بغاوت او ګناه هم معاف کوم. خو زۀ مجرم نۀ معاف کوم خو کۀ څوک جرم وکړى نو زۀ به د هغوئ بچو، نمسو درېم او څلورم نسل له هم سزا ورکوم.“
په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بېسزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.
بدعمله کس پرېښودل، او بېګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى.
خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.
په تاسو افسوس دے. تاسو بدو ته ښۀ وايئ او ښو ته بد وايئ. تاسو تيارۀ نه رڼا جوړَوئ او د رڼا نه تيارۀ جوړَوئ. کوم څيز چې تريخ وى نو د هغې نه خوږ جوړَوئ او چې کوم خوږ وى نو د هغې نه تريخ جوړَوئ.
غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ او يو بل مۀ دوکه کوئ.
د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى.
سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى.
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بېګناه کس د قتل پېسې اخلى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.