5 کۀ د هغۀ خر ووينئ چې د بار لاندې پرېوتلے وى، نو د خر په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ، او ځان پرې مۀ ناغرضه کوئ.
کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه.
کۀ تاسو وګورئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور غوا يا ګډې لار غلطه کړې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، او خپل مالِک له يې واپس ورولئ.
کۀ ستاسو د اِسرائيلى ورور خر يا غوا په لاره کښې غورزېدلې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، د هغه ځناور په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ.