هِجرت 23:33 - Pakistani Yousafzai Pashto33 هغوئ خپل مُلک کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دوکه کړى او زما خِلاف ګناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د معبودانو عبادت وکړئ نو دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“ Faic an caibideil |
نو تاسو يقين وکړئ چې کله تاسو مخ په وړاندې ځئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به نور هغه قومونه ونۀ شړى. او هغوئ به ستاسو دپاره د دام يا د کندې په شان خطرناک وى او د کوړې په شان به داسې دردناک وى لکه چې ستاسو ملا ورباندې ووهلے شى او يا چې ازغى ستاسو سترګې ړندې کړى. او دا به په هغه وخت ختم شى چې ستاسو يو کس هم په دې ښائسته مُلک کښې پاتې نۀ شى هغه مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.