Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 23:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په يوه مقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارے مۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 23:3
10 Iomraidhean Croise  

چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې‌اِنصافى مۀ کوئ.


دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بې‌ګناه د اِنصاف نه محروم شى.


د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره.


په تاسو افسوس، تاسو د بې‌اِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ.


د عدالت په فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.


ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.


په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.


هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.


خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan