29 زۀ به هغوئ په يو کال کښې نۀ وباسم، کۀ ما داسې وکړل، نو زمکه به ويجاړه شى او هلته به ډېر زيات ځنګلى ځناور وى.
خو زۀ به هغوئ ورو ورو وباسم، تر دې پورې چې تاسو زيات شئ او هغه زمکه ستاسو خپله شى.
د هغې نه پس چې کله زۀ قومونه ستاسو د مخې نه لرې کړم او ستاسو علاقه زياته کړم، نو د دې درېو اخترونو په دوران کښې به د هيچا دا طمع پېدا نۀ شى چې ستاسو زمکه ونيسى.
چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به دا قومونه لږ لږ شړى. تاسو به هغوئ ټول په يو ځل نۀ شئ شړلے، ځکه کۀ تاسو داسې وکړل، نو ځنګلى ځناور به زيات شى او دا به ستاسو دپاره يوه خطره جوړه شى.
خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.
خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.