Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 23:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 23:25
26 Iomraidhean Croise  

څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى، او چې ستا ټول مرضونه جوړوى،


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


حقيقت کښې خُدائ پاک هغوئ په خوشحالۍ کښې دومره مصروف ساتى چې هغوئ سره د اندېښنو دپاره وخت هم نۀ وى.


نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.


د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.


کۀ تاسو زما د قانون په مطابق ژوند تېروئ او زما حُکمونو ته غاړه کېږدئ،


خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،


مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.


د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ.


مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، تش د هغۀ عبادت کوئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.


هغه به ستاسو سره مينه کوى او برکت به درکړى، نو ستاسو شمېر به زيات شى او ډېر اولاد به پېدا شى، هغه به ستاسو پټى برکتناک کړى، نو چې ستاسو غله، مے او د زيتُونو تېل به پېدا کړى، او هغه به تاسو له برکت درکړى چې تاسو له ډېر څاروى، چېلۍ او ګډې درکړى. هغه به دا ټول برکتونه تاسو له په هغه مُلک کښې درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


مالِک خُدائ به تاسو د ټولو بيمارو نه وساتى، هغه به په تاسو باندې داسې خرابې بيمارۍ نۀ راولى کومې چې تاسو په مِصر کښې ليدلې وې، خو هغه بيمارۍ به ستاسو په ټولو دشمنانو راولى.


خيال کوئ چې هغه قانون پوره ومنئ چې موسىٰ د هغې حُکم درکړے دے يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ وفادار اوسئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ.“


نو خلقو يشوَع ته ووئيل، ”نه، مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


بيا خلقو يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِدمت کوُو. مونږ به د هغۀ حُکمونه منو.“


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، اګر چې تاسو داسې بد عمل کړے هم دے خو د مالِک خُدائ نه مۀ اوړئ او د خپل ټول زړۀ سره د هغۀ خِدمت کوئ.


د مالِک خُدائ نه يره په کار ده او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوئ. هغه لوئ لوئ کارونه راپه ياد کړئ چې هغۀ ستاسو دپاره کړى دى.


سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan