24 د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.
او د هغوئ په هره علاقائى عبادتخانې کښې خوشبوئى سوزولې لکه څنګه به چې غېر قومونو کول کوم خلق چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه شړلى وُو. هغوئ د خپلو ټولو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ قهر راوپارولو
او د هغه خلقو رِواجونه يې خپل کړل چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل او چې د اِسرائيل بادشاهانو کوم رِواجونه شروع کړى وُو نو هغه يې هم خپل کړل.
هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.
هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار يا د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو.
د آسا نه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک خوشحاله وو، ځکه چې هغه کار يې کولو چې کوم ښۀ او صحيح وو.
کله چې امصياه ادوميانو له د شکست ورکولو نه پس راوګرځېدو، نو هغۀ د هغوئ بُتان د ځان سره راوړل، دا يې ودرول، د هغې عبادت يې وکړو او خوشبويۍ يې ورته وسوزولې.
منسى د هغه قومونو هغه حرام کارونه کول کوم چې د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو. دا هم هغه خلق وُو کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه ويستلى وُو چې کله د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.
خو منسى د يهوداه او يروشلم خلق بېلارې کړل او هغوئ د هغه قومونو نه هم لوئې ګناهونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو کله چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.
کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم. د بېايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم، او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.
زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.
چې ما مالِک خُدائ تاسو ته څۀ وئيلى دى په هغې عمل کوئ. د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ او نۀ چې ستاسو د خولې نه د هغوئ د نومونو ذکر واورم.
د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.
هغوئ خپل مُلک کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دوکه کړى او زما خِلاف ګناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د معبودانو عبادت وکړئ نو دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“
هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.
دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.
د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربانګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.
تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو
تاسو د هغه مُلک ټول اوسېدونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې او بُتان مات کړئ او د هغوئ ټولې علاقائى عبادتخانې ورانې کړئ.
د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ. د هغوئ د اشيرې بُت نښې وسوزوئ او د هغوئ بُتان ټوټې ټوټې کړئ او د هغه ځايونو نه د هغوئ د بُتانو نوم نشان ختم کړئ.
د هغوئ د قربانګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.