22 خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دشمنانو سخت دشمن يم.
زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“
اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.
سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.
د هغوئ ماشومان به لکه د پخوا په شان ژوند کوى، او د هغوئ جماعت به زما په مخکښې قائم شى، او زۀ به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړم څوک چې په دوئ باندې ظلم کوى.
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.
خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى.
دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايېڅوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“
کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.
مالِک خُدائ به دا ټول لعنتونه ستاسو په دشمنانو واچوى، چې هغوئ ستاسو نه کرکه کوله او تاسو يې کړَولى يئ،
ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى.
خو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ تاسو سره څنګه معاهده وکړُو؟ کېدے شى چې تاسو د نزدې ځائ اوسېدونکى يئ.“