20 ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
هغۀ جواب راکړو چې مالِک خُدائ، چې د کوم ما همېشه فرمانبردارى کړې ده، هغه به خپله فرښته تا ته درولېږى او کاميابى به درکړى. تۀ به زما د زوئ دپاره زما د خپلو خلقو نه، زما د پلار د خاندان نه، يوه ښځه پېدا کړې.
مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى.
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.
د مالِک خُدائ فرښته، کومه چې د بنى اِسرائيلو د لښکر نه مخکښې روانه وه، اوس د دوئ شاته لاړه. د وريځې ستن هم حرکت وکړو تر دې پورې
سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.
تۀ به خپل خلق دننه راولې او هغوئ به په خپل غرۀ آبادوې، هغه ځائ اے مالِکه خُدايه، چې تا د خپل ځان دپاره خوښ کړے دے، هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه، چې تا په خپله ودان کړے دے.
زما فرښته به ستاسو په وړاندې روانه وى او تاسو به د اموريانو، حِتيانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک ته بوځى او زۀ به هغوئ تباه کړم.
اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى.
”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
او مونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. او هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او يوه فرښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلو. اوس مونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو.
خُدائ پاک د بلعام په تلو غصه وو. بلعام په خپله خره سور وو او ور سره دوه خِدمتګاران روان وُو، نو د مالِک خُدائ فرښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى.
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه پاتې شوى قومونه ستاسو نه په شا کړى او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ. د هغوئ مُلک به ستاسو شى، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې ده.
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“
هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ما يريحو سره د هغې د بادشاه او سره د هغې د بهادرو سپاهيانو، تا ته حواله کړے دے.