2 د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بېاِنصافى مۀ کوئ.
د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو.
خُدائ پاک چې دُنيا وکتله نو د خلقو د بدعملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو.
بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربانګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“
ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بېعزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،
هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى، ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى.
زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.
دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بېګناه د اِنصاف نه محروم شى.
د شريرانو په لار کښې خپل قدم مۀ ږده او مۀ د بدکارانو په لار تلل کوه.
هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.
نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو.
”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بېحده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بېاِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.
د عدالت په فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.
”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟
نو پيلاطوس د خلقو د تسلۍ دپاره برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.
د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو.
چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.
خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“
د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.
هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.
مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.
کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“
ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله.
خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بېکاره وُو.