هِجرت 23:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے. Faic an caibideil |
کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى.