17 هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى.
چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى، د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى، چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى، د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.
زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى، تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى.
زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ.
په کال کښې درې ځل ستاسو ټول نران دې زما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک عبادت له راځى.
کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولې ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟
او چې هغه د دولسو کالو شو نو هغوئ د خپل دستور په مطابق د اختر دپاره لاړل.
خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.
ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،
دا ټولو بنى اِسرائيلو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عبادت دپاره، د عبادت هغه يو ځائ ته راشى.