Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 23:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 23:15
25 Iomraidhean Croise  

”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.


د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ.


خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.


تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ.


خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.


”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟


د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“


د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل.


بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو.


نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه.


ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،


هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ تاسو د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق لېږئ، نو تاسو به د دې سره خامخا د خپلې ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې يوه تُحفه هغۀ له لېږئ. د لوظ صندوق به د تُحفې نه بغېر واپس نۀ ځى. نو داسې به تاسو روغ جوړ شئ او تاسو ته به پته ولګى چې هغۀ تاسو له سزا ولې درکوله.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan