Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 23:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 23:12
13 Iomraidhean Croise  

د صور ښار څۀ خلق په يروشلم کښې اوسېدل او هغوئ کبان او د هر قِسم سامان ښار ته د دې دپاره راوړو چې د سبت په ورځ يې زمونږ په خلقو باندې خرڅ کړى.


نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“


خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ.


ستاسو سره شپږ ورځې شته چې په هغې کښې خپل کار کولے شئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د يوې او د لَو په وخت هم تاسو په اوومه ورځ آرام کوئ.


د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.


د سبت په ورځ په خپلو کورونو کښې اور هم مۀ بلوئ.“


هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.


ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.


عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره.


خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan