کۀ د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضونه به معاف کوُو.
بله دا چې تا هغه مُلک ته هم رانۀ وستلو چې زرخېز او آباد دے او نۀ دې پټى او د انګورو باغونه راکړل چې زمونږ شى. دا خلق ړاندۀ دى څۀ چې نۀ پوهيږى؟ مونږ نۀ درځُو.“