Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 22:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د مال او سامان هر قِسم لانجې، کۀ هغه د څاروو، خرونو، ګډو، جامو، يا د بل ورک شوى څيز په حقله وى، چې دوه کسان په کښې دعوىٰ لرى هغوئ دې خپلې لانجې د قاضيانو په مخکښې پېش کوى. هغوئ چې چا ته پړ ووائى نو هغه به هغه بل ته يو په دوه ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 22:9
17 Iomraidhean Croise  

چې کله هم يو ځنګلى ځناور ستا ګډه خوړلې ده، ما هغه تاوان په خپله درکړے دے. تا هر هغه څيز زما نه غوښتے دے چې چا د ورځې يا شپې پټ کړے وى.


کله چې په يو کس اِلزام ولګى چې د بل چا سره يې بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربان‌ګاه ته راوستلے شى چې قسم وکړى چې هغه بې‌ګناه دے،


کله هم چې ستاسو د ښارونو نه د يو ښار اوسېدونکى ستاسو په وړاندې د قتل، يا د بل څۀ قانون يا حُکم ماتولو لانجه راوړى، نو تاسو خامخا په احتياط سره دا اصُول ورته ښايئ چې هغه به په عدالت کښې څنګه سلوک کوى، نو چې داسې هغوئ د مالِک خُدائ ګناهګار نۀ شى. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ، نو تاسو او ستاسو د ښارونو اوسېدونکو ته به د مالِک خُدائ د غصې پته ولګى. خو کۀ تاسو خپله ذمه وارى پوره کوئ نو تاسو به ګناهګار نۀ شئ.


کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى او هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى،


د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.


کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو.


کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“


فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan