8 خو کۀ غل ونۀ نيولے شى، نو د چا سره چې امانت پروت وو هغه به خامخا د قاضيانو په مخکښې حاضر شى او هلته به قسم وکړى چې دغه پردے مال دۀ پخپله نۀ دے پټ کړے.
کله چې په يو کس اِلزام ولګى چې د بل چا سره يې بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربانګاه ته راوستلے شى چې قسم وکړى چې هغه بېګناه دے،
بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،
خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،
نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
د مال او سامان هر قِسم لانجې، کۀ هغه د څاروو، خرونو، ګډو، جامو، يا د بل ورک شوى څيز په حقله وى، چې دوه کسان په کښې دعوىٰ لرى هغوئ دې خپلې لانجې د قاضيانو په مخکښې پېش کوى. هغوئ چې چا ته پړ ووائى نو هغه به هغه بل ته يو په دوه ورکوى.
په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.