6 کۀ څوک په خپل پټى کښې اور ولګوى او اور د واښو په ذريعه د بل چا پټى ته ورسيږى او د هغۀ ګېډۍ شوے، رېبلے شوے، يا داسې فصل وسوزوى چې ولاړ وى، چا چې دا اور لګولے وى هغه به يې پوره تاوان ورکوى.
کۀ يو کس خپل څاروى په يو پټى يا د انګورو په باغ کښې څروى او دا خوشے لاړ شى او د بل چا په پټى کښې فصل وخورى، نو هغه به خامخا په تاوان کښې د خپل پټى يا د انګورو باغ نه د ټولو نه ښۀ پېداوار ورکوى.