30 تاسو د خپلو څاروو او د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايساريږى او په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ.
نو تاسو خامخا هر وړومبے پېدا شوے نر مالِک خُدائ ته پېش کوئ. ستاسو هر يو وړومبے پېدا شوے نر څاروے به د مالِک خُدائ وى،
خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.
زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.
په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى.
هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.
هغه به د داسې ځناور غوښه نۀ خورى چې په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى، په دې به هغه ناپاک شى. زۀ مالِک خُدائ يم.
کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى، د څاروو، ګډو، يا د چېلو وازګه مۀ خورئ.
يو ځناور چې په خپل مرګ مړ وى يا کۀ ځنګلى ځناورو وژلے وى د هغۀ وازګه به نۀ خورئ، خو هغه د څۀ بل مقصد دپاره استعمالېدے شى.
بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى.
هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.
د خپل څاروى يا ګډې هر يو وړومبے نر بچے مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره بېل کړئ، د دې څاروو نه يو هم د کار دپاره مۀ استعمالوئ او د دې ګډو نه وړۍ مۀ کټ کوئ.