28 د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.
ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“
د ضروياه زوئ ابيشى وئيل، ”سِمعى دې ووژلے شى ځکه چې هغۀ هغه چا ته کنځل کړى دى څوک چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“
زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.
نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.
نو تاسو خامخا هر وړومبے پېدا شوے نر مالِک خُدائ ته پېش کوئ. ستاسو هر يو وړومبے پېدا شوے نر څاروے به د مالِک خُدائ وى،
”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“
هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.
چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.
په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.
بيا اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى
او وبه وژلے شى. هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم دې هغه ووژنى.
په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“
او پولوس ووئيل چې، ”زما وروڼو، ما ته پته نۀ وه چې هغه مشر اِمام دے. ځکه چې صحيفې وائى چې، تاسو د خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.“
د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.
خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى.
نو په هم دې طريقه دا خلق د خپلو روياګانو په وجه خپل جسمونه پليتوى، د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى او جلالى مخلوق ته بدرد وائى.
تا په خپله وليدل چې مالِک خُدائ تۀ اوس اوس په دې غار کښې ما له په لاس کښې راکړې. زما څۀ سړو ما ته ووئيل چې زۀ تا ووژنم، خو ما درته د رحم په نظر وکتل او ومې وئيل چې زۀ خو به تا ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې تۀ هغه څوک يې چې مالِک خُدائ بادشاه خوښ کړے يې.
او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“
خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بېشکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“