27 ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.
کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.
په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره ما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم.
تر څو چې دې سزا نۀ وى ورکړې چې هغه پرې نۀ ږدې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى، او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“
کۀ تاسو مالِک خُدائ ته راوګرځئ، نو چا چې ستاسو خپلوان اغوا کړى دى نو هغوئ به ستاسو په خپلوانو باندې رحم وکړى او هغوئ به خپلو کورونو ته بيا راولى. مالِک خُدائ، خُدائ پاک رحمان او رحيم دے او کۀ تاسو هغۀ ته راوګرځئ، نو هغه به تاسو قبول کړى.“
مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.
هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى، او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.
کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلوک وکړو او چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم،
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.
دا به په مِصر کښې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د موجودګۍ نښې وى. کله چې هلته د خلقو سره ظلم زياتے کيږى او د مدد دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړى، نو هغه به د هغوئ د بچ کولو دپاره خلاصونکے ورلېږى.
کله چې تاسو خپل ګاونډى له څۀ قرض ورکوئ، نو د هغۀ کور ته د دې دپاره مۀ ځئ چې هغه څيز ترې نه واخلئ چې په ضمانت کښې يې تاسو له درکوى،