23 کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلوک وکړو او چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم،
نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،
د ظلمونو د زياتېدو په وجه خلق فرياد کوى، او د زورَورو د ظلم په وجه د مدد دپاره چغې وهى.
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.
څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.
په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى، هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.
ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.
مونږ يتيمان او بېپلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟
هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.
هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى.
هره ورځ د نمرپرېواتو نه مخکښې هغوئ له خپلې دياړۍ ورکوئ، هغوئ غريبانان دى او پېسو ته يې ضرورت دے. کۀ تاسو هغوئ له پېسې ورنۀ کړئ، نو هغوئ به ستاسو خِلاف مالِک خُدائ ته فرياد وکړى او دا به ستاسو په ګناه کښې حِساب شى.
ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.