Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 22:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 22:20
20 Iomraidhean Croise  

الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.


چې څنګه ياهُو نذرانې پېش کړې، نو هغۀ څوکيدارانو او آفسرانو ته ووئيل، ”دننه ورشئ او ټول ووژنئ، چې يو هم درنه خلاص نۀ شى.“ هغوئ تُورې راويستلې او دننه لاړل، ټول يې ووژل او د هغوئ لاشونه يې بهر راښکل. بيا هغوئ د عبادتخانې دنننى ځائ ته لاړل،


چې هر يو نر يا ښځې، ځوان يا بوډا به د هغۀ عبادت نۀ کولو نو هغه به وژلے شول.


د يو مسافر سره بد سلوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مسافر په زړۀ څۀ تېريږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.


چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بې‌لارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى.


د هغه زمکې د خلقو سره چې لوظ ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى او هغوئ ته قربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، او تاسو به په آزمېښت کښې پرېوځئ او خوراک به اوخورئ کوم چې هغوئ خپلو معبودانو ته پېش کوى.


او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.


اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.


د هغه مسافرو سره بد سلوک مۀ کوئ کوم چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.


هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.


خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.


د درېم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شاملېدے شى.


مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan