Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 22:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2-4 هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د هغې تاوان ورکوى. کۀ هغه هيڅ هم نۀ لرى، نو هغۀ چې څۀ پټ کړى وى د هغې په تاوان کښې به هغه د غلام په توګه خرڅولے شى. چې کوم ځناور يې پټ کړى وى، کۀ هغه غوا، خر او يا ګډه وى او د هغۀ سره ژوندے وموندے شى نو هغه به د دې يو په دوه ورکوى. کۀ يو غل د يو کور کنډر کولو په وخت د شپې ونيولے شى او د وهلو په وجه مړ شى، چا چې هغه وژلے وى نو هغه به د دې خُون ذمه وار نۀ وى. خو کۀ دا کار د ورځې شوے وى، نو هغه به د دې خُون ذمه وار وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 22:2
11 Iomraidhean Croise  

قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.


د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى.


هغوئ د معاشرې نه شړلے شوى دى، او خلق په هغوئ پسې داسې چغې وهى لکه چې دوئ غلۀ وى.


ستاسو لمن د بې‌ګناه غريبانانو په وينو داغې شوې ده، سره د دې چې هغوئ تاسو په غلا کولو کښې نۀ دى نيولى. د دې هر څۀ باوجود


”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى.


هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى.


او د مړى خپلوان هغه پېدا کړى او وې وژنى، نو د دې بدل اخستلو په وجه هغه ګناهګار نۀ دے.


خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.


ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى.


خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan