Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 22:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 22:19
14 Iomraidhean Croise  

هغۀ د ټولو علاقائى عبادتخانو اِمامان په قربان‌ګاه باندې ووژل چرته چې هغوئ خِدمت کولو او هغۀ په هره قربان‌ګاه باندې د بنيادمو هډُوکى وسوزول او بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.


چې هر يو نر يا ښځې، ځوان يا بوډا به د هغۀ عبادت نۀ کولو نو هغه به وژلے شول.


زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.


د هغه زمکې د خلقو سره چې لوظ ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى او هغوئ ته قربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، او تاسو به په آزمېښت کښې پرېوځئ او خوراک به اوخورئ کوم چې هغوئ خپلو معبودانو ته پېش کوى.


اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.


يو نر دې د يو ځناور سره زنا کولو په وجه خپل ځان نۀ ناپاک کوى، يا يوه ښځه دې د يو ځناور سره د زنا کولو کوشش نۀ کوى، دا يو ګنده عمل دے.


د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.


کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه.


کوم خلق چې هلته اوسيږى د هغوئ ټول مال هم راوړئ او د ښار په مرکزى ځائ کښې يې ډېرے کړئ. بيا هغه ښار او چې په هغې کښې څۀ هم وى مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. دا ښار به د همېشه دپاره کنډر پاتې کيږى او دا به هيڅکله بيا آباد نۀ شى.


او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ،


کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ يې مات کړے دے


نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ځناور سره حرامکارى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan