16 کۀ يو سړے يوه پېغله دوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى او د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى.
خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.
په هوا کښې د باز الوتل، او په ګټ باندې د مار تلل، او په سمندر کښې د کشتۍ اوړېدل، او د سړى مينه د ښځې سره پېدا کېدل.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده.