15 خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.
ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“
کۀ يو کس د بل کس نه يو څاروے وغواړى او هغه په داسې وخت کښې زخمى يا مړ شى چې مالِک يې موجود نۀ وى، نو هغه به يې خامخا تاوان ورکوى.
کۀ يو سړے يوه پېغله دوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى او د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى.
د هغه وخت نه مخکښې د انسان او ځناور چا دپاره هم د مزدورۍ پېسې نۀ وې. هيڅ څوک هم خپل کاروبار ته د خپلو دشمنانو په وجه په حفاظت سره نۀ شو تلے، ځکه چې ما هر سړے د خپل ګاونډى دشمن کړے وو.
نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.