Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 22:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو کۀ هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، نو هغه کس به د هغې پاتې حِصه د ثبوت دپاره راوړى، نو هغۀ له د هغه ځناور د تاوان ورکولو ضرورت نشته کوم چې ځنګلى ځناورو وژلے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 22:13
6 Iomraidhean Croise  

خو کۀ ځناور چا پټ کړے وى، نو هغه کس به خامخا مالِک ته د هغې تاوان ورکوى.


کۀ يو کس د بل کس نه يو څاروے وغواړى او هغه په داسې وخت کښې زخمى يا مړ شى چې مالِک يې موجود نۀ وى، نو هغه به يې خامخا تاوان ورکوى.


خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“


مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“


د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے.


زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan