11 نو هغه کس به ورته د مالِک خُدائ په نوم قسم کوى چې د هغه بل کس ځناور يې نۀ دے پټ کړے. کۀ هغه ځناور چا نۀ وى پټ کړے، نو هغه مالِک دې دا قسم ومنى او تاوان ورکولو ته ضرورت نشته،
کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى او هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى،
خو کۀ ځناور چا پټ کړے وى، نو هغه کس به خامخا مالِک ته د هغې تاوان ورکوى.
خو کۀ غل ونۀ نيولے شى، نو د چا سره چې امانت پروت وو هغه به خامخا د قاضيانو په مخکښې حاضر شى او هلته به قسم وکړى چې دغه پردے مال دۀ پخپله نۀ دے پټ کړے.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بېعزتى وکړم.
زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده.
په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے.
انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى.