10 کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى او هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى،
هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.
نو هغه کس به ورته د مالِک خُدائ په نوم قسم کوى چې د هغه بل کس ځناور يې نۀ دے پټ کړے. کۀ هغه ځناور چا نۀ وى پټ کړے، نو هغه مالِک دې دا قسم ومنى او تاوان ورکولو ته ضرورت نشته،
د مال او سامان هر قِسم لانجې، کۀ هغه د څاروو، خرونو، ګډو، جامو، يا د بل ورک شوى څيز په حقله وى، چې دوه کسان په کښې دعوىٰ لرى هغوئ دې خپلې لانجې د قاضيانو په مخکښې پېش کوى. هغوئ چې چا ته پړ ووائى نو هغه به هغه بل ته يو په دوه ورکوى.
خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.
نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟
او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.