7 کۀ يو سړے خپله لور د وينځې په توګه خرڅه کړى، نو هغه به د نرانو نوکرانو په شان نۀ شى آزادولے.
مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بېمددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“
نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.
کۀ هغه په يو داسې کس خرڅه کړے شى چې هغه يې د ښځې کولو اراده لرى، خو د هغۀ دا خوښه نۀ وى، نو خپل پلار به دا واپس اخلى، د هغې مالِک دا په پردو خلقو نۀ شى خرڅولے، ځکه چې هغۀ د دې سره ټګى کړې ده.