Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 21:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 21:6
24 Iomraidhean Croise  

هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“


خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،


په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.


کۀ څۀ کسان په جګړه وى او يوه اُميدواره ښځه ووهى او چې د هغې اولاد وغورزيږى، خو بل ځائ يې زخمى نۀ وى، نو چا چې هغه وهلى وى هغه به دومره جرمانه کيږى چې څومره جرمانه د هغې ښځې خاوند غواړى او چې قاضيان ووائى چې دا جرمانه صحيح ده.


خو کۀ غلام صفا ووائى چې زۀ د خپل مالِک سره، خپلې ښځې او خپلو بچو سره مينه لرم او آزادېدل نۀ غواړم،


کۀ يو سړے خپله لور د وينځې په توګه خرڅه کړى، نو هغه به د نرانو نوکرانو په شان نۀ شى آزادولے.


د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.


زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“


تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.


هغه به ستاسو سره د يو مزدور په شان وى او د واپس ورکولو تر کال پورې به ستاسو خِدمت کوى.


د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى.


په هغه وخت ما ستاسو قاضيانو له حُکم ورکړو چې ستاسو د خلقو په مينځ کښې کومې لانجې راځى نو هغې ته غوږ نيسئ. هره يوه لانجه په اِنصاف سره فېصله کوئ، کۀ د دې لانجې تعلق صِرف ستاسو خپلو خلقو سره وى يا کۀ په کښې هغه مسافر هم شريک وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.


خو کېدے شى چې ستاسو غلام ونۀ غواړى چې لاړ شى، او هغه ستاسو او ستاسو خاندان سره مينه کوى او د هغۀ دپاره ستاسو سره پاتې کېدل ښۀ وى.


نو د خپل کور دروازې ته هغه بوځئ او هلته د هغۀ غوږ سورے کړئ، نو هغه به ټول عُمر ستاسو غلام وى. د خپلې وينځې سره هم دغه شان سلوک کوئ.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“


خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“


داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan