4 کۀ مالِک ورله وادۀ وکړى او د هغۀ زامن يا لوڼه پېدا شى، نو هغه ښځه او د هغۀ بچى به د مالِک وى او هغه سړے چې آزاد کړے شى نو هغه يواځې تلے شى.
نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله.
هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے.
چې کله هغه د وادۀ نه مخکښې ستاسو غلام شوے وى، نو د آزادېدو په وخت به د ځان سره ښځه نۀ بوځى، خو چې کله هغه ستاسو غلام کېدلو او وادۀ يې کړے وو، نو هغه خپله ښځه د ځان سره بوتلے شى.
خو کۀ غلام صفا ووائى چې زۀ د خپل مالِک سره، خپلې ښځې او خپلو بچو سره مينه لرم او آزادېدل نۀ غواړم،