Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 21:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 خو کۀ دا پته لګېدلې وى چې دې غوَيى مخکښې هم وهل کول او مالِک دا تړلے نۀ ساتلو، نو هغه به د غوَيى په تاوان کښې هغه بل کس له ژوندے غوَيے ورکوى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 21:36
4 Iomraidhean Croise  

خو کۀ دې غوَيى مخکښې هم خلق وهل او مالِک له يې خبردارے ورکړے شوے وى او هغۀ دا غوَيے تړلے نۀ وى ساتلے او دا څوک ووهى او مړ شى، نو غوَيے به سنګسارولے شى او مالِک به يې هم وژلے شى.


کۀ د يو کس غوَيے د بل چا غوَيے ووهى او هغه مړ شى، نو هغوئ دواړه دې هغه ژوندے غوَيے خرڅ کړى او هغه پېسې دې په خپلو کښې تقسيم کړى، او هغه مړ ځناور دې هم په خپلو کښې تقسيم کړى.


کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى او حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى او د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى.


او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan