35 کۀ د يو کس غوَيے د بل چا غوَيے ووهى او هغه مړ شى، نو هغوئ دواړه دې هغه ژوندے غوَيے خرڅ کړى او هغه پېسې دې په خپلو کښې تقسيم کړى، او هغه مړ ځناور دې هم په خپلو کښې تقسيم کړى.
نو هغه کس به خامخا د دې ځناور مالِک ته تاوان ورکوى. هغه به يې مالِک ته د دې قيمت ورکړى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.
خو کۀ دا پته لګېدلې وى چې دې غوَيى مخکښې هم وهل کول او مالِک دا تړلے نۀ ساتلو، نو هغه به د غوَيى په تاوان کښې هغه بل کس له ژوندے غوَيے ورکوى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.