33 کۀ يو کس يوه کنده کولاو پرېږدى يا کنده وکنى او دا پټه نۀ کړى او يو غوَيے يا خر ورغورزيږى،
زما دپاره مغروران کنده جوړوى ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى
قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.
کۀ غوَيے يو غلام يا وينځه ووژنى، نو د غوَيى مالِک به د هغه غلام يا وينځې مالِک له د سپينو زرو دېرش سيکې ورکوى او غوَيے به هم سنګسارولے شى.
نو هغه کس به خامخا د دې ځناور مالِک ته تاوان ورکوى. هغه به يې مالِک ته د دې قيمت ورکړى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.
څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى.
څوک چې کنده کنى کېدے شى په خپله وروغورزيږى، څوک چې دېوال راغورزوى کېدے شى مار يې وچيچى.
ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.
پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.
او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى.