31 کۀ يو غوَيے هلک يا جينۍ ووژنى، نو هم دغه شان فېصله به پرې کيږى.
کۀ يو غوَيے څوک په ښکر ووهى او هغه مړ شى، نو هغه غوَيے به خامخا سنګسارولے شى او د دې غوښه به نۀ شى خوړلے، خو د غوَيى مالِک خلاص دے.
خو کۀ د مالِک نه د خپل ژوند بچ کولو تاوان وغوښتلے شى، نو هغه به پوره تاوان ورکوى.
کۀ غوَيے يو غلام يا وينځه ووژنى، نو د غوَيى مالِک به د هغه غلام يا وينځې مالِک له د سپينو زرو دېرش سيکې ورکوى او غوَيے به هم سنګسارولے شى.
هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى.