30 خو کۀ د مالِک نه د خپل ژوند بچ کولو تاوان وغوښتلے شى، نو هغه به پوره تاوان ورکوى.
کۀ څۀ کسان په جګړه وى او يوه اُميدواره ښځه ووهى او چې د هغې اولاد وغورزيږى، خو بل ځائ يې زخمى نۀ وى، نو چا چې هغه وهلى وى هغه به دومره جرمانه کيږى چې څومره جرمانه د هغې ښځې خاوند غواړى او چې قاضيان ووائى چې دا جرمانه صحيح ده.
خو کۀ دې غوَيى مخکښې هم خلق وهل او مالِک له يې خبردارے ورکړے شوے وى او هغۀ دا غوَيے تړلے نۀ وى ساتلے او دا څوک ووهى او مړ شى، نو غوَيے به سنګسارولے شى او مالِک به يې هم وژلے شى.
کۀ يو غوَيے هلک يا جينۍ ووژنى، نو هم دغه شان فېصله به پرې کيږى.
”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردمشمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردمشمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.
د يو انسان مال دولت کېدے شى چې د هغۀ د ژوند فديه ورکړى، خو غريب انسان ته خو څوک دهمکى قدرې هم نۀ ورکوى.