3 چې کله هغه د وادۀ نه مخکښې ستاسو غلام شوے وى، نو د آزادېدو په وخت به د ځان سره ښځه نۀ بوځى، خو چې کله هغه ستاسو غلام کېدلو او وادۀ يې کړے وو، نو هغه خپله ښځه د ځان سره بوتلے شى.
کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى.
کۀ مالِک ورله وادۀ وکړى او د هغۀ زامن يا لوڼه پېدا شى، نو هغه ښځه او د هغۀ بچى به د مالِک وى او هغه سړے چې آزاد کړے شى نو هغه يواځې تلے شى.
کۀ يو سړے خپله لور د وينځې په توګه خرڅه کړى، نو هغه به د نرانو نوکرانو په شان نۀ شى آزادولے.
په هغه وخت به هغه او د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى او خپل خاندان او د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى.