26 کۀ يو کس د خپل غلام يا خپلې وينځې په وهلو سره سترګه وباسى، نو د سترګې په بدل کښې به هغه غلام يا وينځه آزادولے شى.
مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بېمددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
تۀ د بېپلاره مظلومانو محافظ يې، نو فانى انسان به دوئ په دې دُنيا کښې يرولے نۀ شى.
هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے.
کۀ يو کس خپله وينځه يا خپل غلام په کوتک ووهى او هغه هم په هغه ځائ مړ شى، نو مالِک له به يې خامخا سزا ورکولے شى.
د سترګې په بدل کښې سترګه، او د غاښ په بدل کښې غاښ، د لاس په بدل کښې لاس، د پښې په بدل کښې پښه،
د سوزولو په بدل کښې سوزول، د زخم په بدل کښې زخم، د کوړو په بدل کښې کوړې وهل دى.
کۀ هغه د خپل غلام يا وينځې غاښ مات کړى، نو د غاښ په بدل کښې به هغه غلام يا وينځه آزادولے شى.
اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.
اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.