20 کۀ يو کس خپله وينځه يا خپل غلام په کوتک ووهى او هغه هم په هغه ځائ مړ شى، نو مالِک له به يې خامخا سزا ورکولے شى.
خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى.
کۀ د قائِن د وژلو په بدل کښې اووۀ کسان وژلے شى، نو زما د وژلو په بدل کښې به اووۀ اويا کسان ووژلے شى.“
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
خو کۀ وهلے شوے کس يوه يا دوه ورځې ژوندے وى، نو مالِک له به يې سزا نۀ شى ورکولے، ځکه چې هغه يې خپل تاوان وو نو دا سزا يې بس ده.
صرف په خبرو نوکر نۀ سميږى، اګر چې هغه پوهه وى خو بيا هم ستا خبرو ته پام نۀ کوى.
دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.
ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى.
په داسې معامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، پښې په بدل کښې به د پښې سزا وى.