Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 21:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18-19 کۀ په جګړه کښې يو کس بل کس په کاڼى يا په سوک ووهى او مړ نۀ شى، نو وهونکى له دې سزا نۀ شى ورکولے. چې کوم وهلے شوے وى او د کټ نه د پاڅېدو نۀ وى، خو وروستو بيا هغه د پاڅېدو او د امسا په مدد سره د بهر ګرځېدو جوګه شى، نو چا چې وهلے وى نو هغه به ورله د بې‌روزګاره پاتې کېدلو مزدورى ورکوى او تر هغه پورې به د هغۀ خيال ساتى چې پوره روغ شوے نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 21:18
8 Iomraidhean Croise  

بادشاه سلامت، زما دوه زامن وُو او يوه ورځ په پټو کښې په خپلو کښې په جګړه شول، هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې خلاص کړى وے، نو يو هغه بل ووژلو.


بله ورځ هغه بهر لاړو او وې ليدل چې دوه عبرانيان په خپلو کښې په جګړه وُو. هغۀ هغه يو ته وفرمائيل کوم چې په غلطه وو، ”تۀ ولې خپل عبرانے ورور وهې؟“


هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.


کۀ يو کس خپله وينځه يا خپل غلام په کوتک ووهى او هغه هم په هغه ځائ مړ شى، نو مالِک له به يې خامخا سزا ورکولے شى.


کۀ څۀ کسان په جګړه وى او يوه اُميدواره ښځه ووهى او چې د هغې اولاد وغورزيږى، خو بل ځائ يې زخمى نۀ وى، نو چا چې هغه وهلى وى هغه به دومره جرمانه کيږى چې څومره جرمانه د هغې ښځې خاوند غواړى او چې قاضيان ووائى چې دا جرمانه صحيح ده.


کۀ دوه سړى په جګړه وى او د هغه يو سړى ښځه د خپل خاوند د مدد کوشش داسې وکړى چې هغه بل سړے د هګو نه راونيسى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan