Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 21:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 21:17
11 Iomraidhean Croise  

د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


کۀ په جګړه کښې يو کس بل کس په کاڼى يا په سوک ووهى او مړ نۀ شى، نو وهونکى له دې سزا نۀ شى ورکولے. چې کوم وهلے شوے وى او د کټ نه د پاڅېدو نۀ وى، خو وروستو بيا هغه د پاڅېدو او د امسا په مدد سره د بهر ګرځېدو جوګه شى، نو چا چې وهلے وى نو هغه به ورله د بې‌روزګاره پاتې کېدلو مزدورى ورکوى او تر هغه پورې به د هغۀ خيال ساتى چې پوره روغ شوے نۀ وى.


کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.


داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى،


هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.


کۀ د چا زوئ ضدى يا سرکشه وى، يو زوئ چې د خپل مور پلار فرمانبردارى نۀ کوى، تر دې پورې چې هغوئ سزا هم ورکړى،


نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan