15 چې څوک هم خپل پلار يا خپله مور ووهى نو هغه به خامخا وژلے شى.
خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربانګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.
کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.
داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى،
هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بېشريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بېدينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره،