Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 21:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربان‌ګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 21:14
18 Iomraidhean Croise  

کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.


يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“


د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه، چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه. نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه، او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.


چې څوک هم خپل پلار يا خپله مور ووهى نو هغه به خامخا وژلے شى.


کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.


خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى.


مالِک خُدائ چې څۀ فرمائيلى وُو نو هغه ما تاسو ته وفرمائيل، خو تاسو هغې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د خپل غرور سره د غرونو مُلک ته روان شوئ.


کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته.


خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan