Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 21:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 21:13
13 Iomraidhean Croise  

بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“


خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ


د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بې‌ځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل


تا په خپله وليدل چې مالِک خُدائ تۀ اوس اوس په دې غار کښې ما له په لاس کښې راکړې. زما څۀ سړو ما ته ووئيل چې زۀ تا ووژنم، خو ما درته د رحم په نظر وکتل او ومې وئيل چې زۀ خو به تا ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې تۀ هغه څوک يې چې مالِک خُدائ بادشاه خوښ کړے يې.


تا نن ما ته وښودل چې تۀ ما سره څومره ښۀ يې، ځکه چې تا زۀ ونۀ وژلم، تر دې پورې چې مالِک خُدائ زۀ تا له په لاس کښې درکړم.


د داؤد سړو غلى شان هغۀ ته وفرمائيل، ”دا ستا دپاره يوه موقع ده. مالِک خُدائ تا ته فرمائيلى دى چې هغه به تا له ستا دشمن په لاس کښې درکړى او چې بيا دې څۀ خوښه وى نو هغه ورسره کولے شې.“ داؤد غلے لاړو او د ساؤل د چُوغې نه يې يوه ټُکړه پرې کړه خو ساؤل ته د دې پته ونۀ لګېده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan